|
په افغانستان کې د پانګې اچونې آسانتياوې يوه خپلواکه افغاني موسسه
ده چې
موخه ئې افغانستان پانګه اچوونکو ته د خصوصي سکتور د پراختيا د
خنډونو په ليرې کولو سره د پانګه اچوونې او سوداګرۍ لپاره
راکښونکى او په زړه پورې کول دي.
په افغانستان کې د پانګه اچونې آسانتياوې (AICF) آسانوونکې
موسسه ده او نه پلي کوونکې: دا موسسه د خصوصي سکتور او دولت د
قانوني ونډو او پانګه ايزو فعاليتونو څخه چې د نورو اړوندو
مراجعو لخوا پلي کيږى، ملاتړ کوي.
په افغانستان کې د پانګه اچونې آسانتياوې د خصوصي سکتور د
پرنسيپ او تلن لارې سره سم پرمخ بيول کيږي: په افغانستان کې د
پانګه اچونې آسانتياوې د ورکړو په اړه اغيزمنې پرېکړې کوي، د
غوښتنو په بنسټ پرمخ ځي او په لوړه کچه په ټاکل شويو پايلو
باندې تمرکز کوي.
|